د ليمه ويب پاڼى ته ښه راغلاست

Welcome to Lema

 

 

 

 

بيرته شاته

 

لومړۍ مخ

د پښتو ژبي  الفبې

د پښتو ژبي د الفبې توري په لاندي ډول ليكل كيږي :

ا ب پ  ت  ټ  ث  ج  چ  ح  خ  څ  ځ  د  ډ  ذ  ر  ړ  ز  ژ  س  ش  ښ  ص  ض  ط  ظ  ع  غ  ف  ق  ك  ګ  ل  م  ن  ڼ  و  ه ى

په پورتنيو تورو كي دغه لاندي اته توري خاص د پښتو توري دي :

ټ  څ  ځ  ډ  ړ  ږ  ښ  ڼ

كه څوك غواړي چي سوچه پښتو خبري يا ليكنه وكړي نو هغه كلمې دي په خپلو ليكنو او خبرو كي خوښي كړي چي د دغو اتو تورو دجملې څخه يو يا څو توري پكښي راغلي وي.

دالفبې په پورتنيو تورو كي دغه لاندي لس توري د عربي ژبي توري  دي ياني كه په كومه كلمه كي يو يا څو د دغو تورو څخه راغلي وي نو هغه كلمه عربي ده :

ث  ح  ذ  ص  ض  ط  ظ  ع  ف  ق

په پښتو ژبه كي اوازلرونكي توري :

 په پښتو كي  ( و ، ا ، ى ) اواز لرونكي توري  او هغه نور توري يې بې اوازه   دي .

په پښتو كي  ( ى ) لاندي ډولونه لري :

( ى ) لكه سپى ، سړى ، غويى دى او داسي نور .

( ي ) لكه كالي ، بنګړي ، مامي ، دي او داسي نور.

( ې ) لكه ادې ، شيدې ، مستې ، پايڅې او نور .

(ۍ ) لكه  ډوډۍ ، ګاډۍ ، چوكۍ ، غالۍ ، ملالۍ ، او نور. دا (ۍ) د مونث يا ښځينه نومو دپاره راځي .

( ئ ) لكه ښوونكئ ، زده كوونكئ ، دئ او نور . دغه د (ئ) د مذكر يانرينه نومو د پاره راځي .

د تلفظ د مخي دغه هره ( ى ، ي ، ې ، ۍ ، ئ ) په هر ځاى كي خپل اواز ساتي مګر د پښتو ژبو مناطقو تر منځ د ځينو كلمو په تلفظ كي څه توپير شته :

څوك وايي : دا كتاب دئ .

څوك وايي : دا كتاب  دې .

څوك وايي : دا كتاب دى .

په پښتو كي ( و ) دوه ډوله تلفظ كيږي مګر په ليكلو كي دواړه يو شان ليكل كيږي لكه :

( و) لكه زانګو ، بيزو ، ښارو ، كاكو او نور . چي زياتره د مونث (ښځينه) نومو د پاره راځي.

( و )لكه : كډو ، بازو ، زوى ، بوى او نور . چي زياتره د مذكر ( نرينه ) نومو د پاره راځي .

په پښتو كي ( ه ) دوه ډوله تلفظ كيږي لكه :

( ه ، هه) لكه : پښه ، ګډوه ، ښځه ، پښتنه او نور .

(ه ) لكه : وراره ، كاږه ، ويده ، او نور .

 Ord كلمه

هر مانا لرونكئ تورئ كلمه بلل كيږي لكه  زه ، دوى ، ميز ، كتاب  او نور . كلمه لاندي ډولونه لري :

Substantiv اسم ( نوم )

Pronomen ضمير

Adjektiv صفت

Verb فعل

Adverb قيد

Konjeunktion د وصل يا يوځاى كولو تورئ

Preposition د ارتبا ط تورئ

۱ اسم  يا نوم

اسم هغه كلمه ده چي د يو شي ، انسان ، حيوان  يا ځاى نوم  وي لكه : سړى ، كتاب ، ښوونځى ، كور ، افغانستان ، خوب ، كاغذ او نور .

اسم پر  دوه ډوله دئ لكه عام اسم او خاص اسم

الف – عام اسم

هغه اسم ته وايي چي د هغه جنس د ټولو غړو نوم وي لكه ميز، كتاب، هلك، ښځه، ښار، قلم او نور .

ب- خاص اسم

هغه اسم ته وايي چي د هغه په ډول بل نه وي. لكه احمد، كابل، هالنډ، لمر او نور.

اسم د شمير د مخي يامفرد( يو) وې اړ يا جمع (ډير) .

مفرد يعني (يو) لكه قلم، كاغذ، سړۍ، ميز او نور .

جمع يعني (ډير) لكه قلمونه،كاغذونه، ميزونه او داسي نور .

اسم د حالت له مخي يا فاعل وي يا مفعول :

Subjekt فاعل

فاعل هغه څوك يا شى دئ چي يو كار كوي يعني فعل يا كار د ده له خوا اجرا كيږي لكه :

ځواكمن ښونځي ته ولاړ .

په پورته جمله كي ځواكمن فاعل دئ .

Objekt مفعول

مفعول هغه څوك دئ چي د فاعل فعل يا كار پرى اجرا كيږي لكه :

زمرك اڅك ته وويل .

په پورتنۍ جمله كي اڅك مفعول دئ ځكه چي د ويلو فعل پري اجرا كيږي .

يو بل مثال يي لكه : ښوونكې زده كوونكي په وويل .

پدي جمله كي ښوونكي فاعل او زده كوونكې مفعول دئ .

اسم د جنس د مخي دري ډوله دي لكه :

 ۱- مونث (ښځه): لكه غوا، پښه، پياله، انا، بيزو، او نور .

۲- مذكر (نر): لكه نيكه، پلار، ورور، طوطي او نور .

۳- مستوي جنس : چي دواړو نر او ښځي ته يو ډول راځي لكه ميږي، مچ، غوماشه او نور .

 

 

 

 

Copyright ©Lema 2006, All rights reserved. contact Webmaster